چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه
(last modified Thu, 26 Mar 2020 03:00:49 GMT )
Mar 26, 2020 07:30 Asia/Kabul
  • چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه

د چين د کېميونېسټ ګوند د نړيوالو چارو مرستيال وزير د کورونا وائرسو په اړه د واشنګټن په تور لګونې باندې په نيوکې سره وويل، د امريکې بنديزونه له دغو وائرسو سره په په مبارزې منفي تاثير لري.

د ايرنا د رپوټ له مخې جوري پرون په بيجنګ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په په سفارت کښې په حاضرېدو سره  په چين کښې د ايران له سفير محمد کشاورزاده سره کتنه او هغه ته د روغتيائي او طبي سامانونو د ډالۍ په ورکولو سره وويل، بيجنګ له کورونا سره په مبارزه کښې په خپلو اقداماتو سره د نسبي کاميابۍ ته رسېدلے دے، خو امريکه غواړي د کورونا وائرسو په چيني نومولو سره د چين د خلقو او حکومت هلې ځلې ترپوښتنې لاندې راولي او بدنام يې کړي.

د چين کېميونېسټ ګوند دغه چارواکي د کورونا وائرسو د خپرېدو په شروع کښې د خپل هېواد له خلقو څخه د ايران له ملاتړونو او مرستو څخه په قدرونې سره وويل، ايران وړومبنے هېواد ؤ چې له کورونا وائرسو سره د مبارزې لپاره يې چين ته د خپلو مرستو په رالېږلو سره له بيجنګ ملاتړ وکړ.

د چين حکومت  خلقو له کورونا سره د مبارزې لپاره  تر اوسه د کورونا د تشخيص د کېټونو، ماسکونو، جامو او تنفسي آلاتو په شان درمليز او طبي وسائلو او سامانونو مشتمل نولس هوائي پېرې د ايران حکومت او خلقو ته ډالۍ کړې دي.

 

ټیګونه