له کورونا سره د مقابلې د پلانونو په پوره اجرا د ايران د ولسمشر تاکيد
Mar 28, 2020 14:57 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د کورونا وائرسو د مخنيوي لپاره په ايران کښې د اجتماعي فاصلې رامنځته کولو پلان دې په دقت سره اجرا شي.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې له کورونا سره د مقابلې او مديري د ملي کمېټۍ په غونډه کښې وويل: د اجتماعي فاصلې جوړونې د پلان مصوبه به د اپرېل تر اتمې نېټې په پورې دوام ومومي.
هغه زياته کړ، په ايران کښې ټول خلق او اجرائي ادارې پکار دي له کرونا سره د مقابلې لپاره ضروري ملګرتياوې ولري.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر يو ځل بيا تاکيد وکړ چې د ايران خلق په بائيکاټونو او سختو حالاتو کښې شتون لري خو دنيا حېرانه ده چې يو داسې هېواد چې د بائيکاټ په حال کښې دے څه ډول يې کړې شوي دي له دغو هلاکونکو او مرګونو وائرسو سره مقابله وکړي.