د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول
(last modified Tue, 31 Mar 2020 10:01:07 GMT )
Mar 31, 2020 14:31 Asia/Kabul
  • د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې « له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې په يوې مقاله کښې چې پرون خپره شوه په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دغې موضوع په اړه وليکل: «د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے.»

د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې نړيواله ټولنه پکار دے په خود کښې راشي او د امريکې اقتصادي او طبي – داروئي ترهه ګري ختمه کړي، واضحه کړه: د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د امريکې له ظالمانه او غيرقانوني مخالفت په وړاندې د نړيوالې ټولنې پاليسي پکار دي د بېدار ضمير او په بشري حقوقو د نړۍ د هېوادونو پابندۍ لپاره مضبوطه وي.»

په دې کښې چې د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټونه د بشريت په خلاف د جنايت په معنا دي، هيڅ شک نشته؛ نو له دې امله د رسانه اي ډېپلومېسۍ په شمول په مختلفو طريقو د دې حقيقت بيانول يوه مهمه و ضروري مسئله ده.

له دې نظره په دې اړه د ايران ډېپلوميسي دوه مهم اړخونه لري:

وړومبے اړخ د هغو اقداماتو په باره خبردارے دے چې دوام يې له کورونا وائرسو سره د موثرې مبارزې لپاره د ايران او نړۍ د ملګرتياو خنډ کېدې شي.

 د دغې ډېپلومېسۍ دويم اړخ د امريکې د دوه رنګه څېرې بې نقابه کول دي؛ يو داسې اقدام چې په دې ورځو کښې د ايران د خارجه وزير په ټوئيټونو او ليکنو کښې په ډېر شدت سره په نړۍ کښې عامه افکار مخاطب ګرځوي.

په کامر سېنټ کښې د محمد جواد ظريف مقابله هم د دغې رسانه اي ډېپلومېسۍ يو انعکاس دے چې د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کښې د امريکې يو اړخيز پالنه له مشکل سره مخامخوي.

اوس د نړيوالې ټولنې لپاره دا خبره په ډاګه شوې ده چې د امريکې د اقتصادي ترهره ګرۍ تر تاثير لاندې په ايران کښې له کورونا سره د مبارزې په لار کښې محدوديتونه او مشکلات رامنځته شوي او مهمه يې په دې وجه ده چې د امريکې لخوا د ايران مالي، تجارتي او اقتصادي مبادلاتو لارې تړلې شوې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې له کورونا وائرسو سره د فوري او سختې مقابلې اهميت ته په پام سره د وائرسود خپرېدو د کنټرولو لپاره د طبي او معالجاتي وسائلو او سامونونود ترلاسه کولو ضرورت د روغتيا د نړيوالې ادارې د پروګرامونو په ترجيحاتو کښې شامل دے.

می‌توانند در تغییر روند این همه‌گیری نقش ایفا کنند.»

خو امريکه په دې سختو حالاتو کښې حتی په نورو هېوادونو کښې د ايران له بلاک شويو بېنکي اکاونټونو څخه د استفادې اجازه نه ورکوي چې د ايران د خلقو په خلاف خپل له زيات نه زيات دباو پوره کړي.

څرګنده ده دې ته په پام سره چې کورونا پوله نه پېژني، د هغې په کنټرولو کښې د هر هېواد د نه کاميابۍ په صورت کښې نور هېوادونه به هم ترې زيانمن شي. په نورو الفاظو سره د کورونا نړيوالې خپرېدونکې وبا په حالاتو کښې د امريکې اقتصادي ترهه ګري د دغه هېواد د واکدارانو د پليدو سياسي اهدافو ته د رسېدو لپاره يو هدفمن سياسي جنايت ګڼل کيږي.

د ايران د اسلامي جمهوري د خارجه سياست اداره د موضوع د اهميت په بنياد د ملګرو ملتو مشر او د ځينو هېوادونو مشرانو ته په يو ليک کښې د امريکې د دغو اقداماتو د عواقبو په اړه خبردارے ورکړے دے.

اوس کورونا سياسي، اقتصادي او جغرافيائي پولې نړولې دي او د ټولو انسانانو ژوند له سخت ګواښ سره مامخ شوے دے. که څه د ايران ملت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د امريکې له ظالمانه دباونو او بنديزونو سره په مخامېدنه کښې په خپلو کورنيو سرچينو باندې په تکيې سره د خپل بې مثاله مقاومت ښودنه کړې ده؛ خو هم هغه ډول چې د ايران خارجه وزير په خپل اېنسټاګرام پېج کښې اوليکل: د دې لپاره چې نړيوالې هلې ځلې کاميابۍ ته ورسيږي پکار دے باور اوشي چې دا ټوله دنيا د مبارزې مېدان دے او که  د دې زمکې په هر ځاے کښې يو هېواد ماتې اوخوري نو ټولې دنيا ماتې خوړلې ده.

ظريف يادونه وکړه: نړۍ که په ووهان کښې وي که په تهرن، ميلان، ماډرېډ يا نيويارک کښې وي د ټولو هلوځلو پوروړې ده او له کورونا سره جنګ انساني جنګ دے او دې جنګ کښې خنډ رامنځته کول به يو غېر اخلافي او غير انساني اقدام وي

---------------------

 

ټیګونه