ولسمشر روحاني:
په ايران کښې له کورونا سره په مبارزه کښې کاميابي د خلقو د ملاتړ په وجه ده
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د هېواد طبي ځواک اوسنۍ کاميابي د ايران د خلقو د ملګرتيا او ملاتړ په وجه وبلله.
حسن روحاني نن له کورونا سره د مقابلې او مديريت د ملي کمېټۍ په غونډه کښې له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د حکومت په ټولو پروګرامونو او اجتماعي فاصله رامنځته کولو په پلان کښې د ايران د خلقو له ملګرتيا څخه په قدرونې سره وويل: د روغتيا د نړيوالې ادارې د اعلان له مخې ايران په کورنا وائرسو د اخته کسانو د ودې د چارټ په اړه د نړۍ له زياترو هېوادونو سره په پرتله کښې زيات ښه حالت لري.
روحاني د ايران د طبي عملې په قدرونې سره زياته کړه، د هېواد د ځينو صوبو روغتونونو ته په کورونا وائرسو د اخته کسانو مراجعه ډېره کمه شوې او په مقابل کښې د ښه شويو کسانو شمېر زيات شوے دے.