له دښمن څخه نه ویریدل او په وړاندې یې کلک اودریدل د قرآن یو حکم دی
(last modified Sun, 26 Apr 2020 01:10:09 GMT )
Apr 26, 2020 05:40 Asia/Kabul
  • له دښمن څخه نه ویریدل او په وړاندې یې کلک اودریدل د قرآن یو حکم دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر له دښمنه نه ویریدل او د هغه په وړاندې ټینګ اودریدل د قرآن کریم یو مهم حکم وباله او ټینګار یې وکړ چې د ځینو اسلامي حکومتونو ننی حالت او د ظالمو قدرتونو له خوا یې سپکاوې، د اسلام له دښمنانو د هغوي د ویریدو نتیجه ده.

پرون د رمضان د مبارکې میاشتې په اوله نیټه د تهران په مصلا کښې او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په شتون سره له امام خمیني(رح) نومې حسینیې سره په ژوندي تصویري ارتباط کښې له قرآن کریم سره د اُنس او مینې مراسم ترسره شول او د قرآن کریم قاریانو د ځینو آیتونو تلاوت وکړ.

په دغو مراسمو کښې حضرت آیت الله العظمی خامنه اي له ظلم، توکمپالنې، جنګ، ناامنۍ او د ارزښتونو له ضایع کیدو د انسانیت د ژغورنې او د امنیت، سلامت او هوساینې د واکمنۍ یوازنۍ لاره د قرآنِ پاک په مهمو حکمونو عمل وباله او ویې ویل: د قرآن یولړ عملي احکام په ژوند کښې د قاعده جوړونې طریقه ده، که دغه قاعده سازي د قدرت، پیسو او شهوت په بنیاد وي نو انسان به له حقیقي او اُخروي ژونده بې برخې پاتې شي خو که انسانان په دنیا کښې د خپل ژوند بنیاد نیکۍ او خوبۍ کیږدي نو له دنیاوي ګټو نه علاوه به خامخا د ژوند حقیقي او واقعي مقصدونو ته هم ورسیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قران په یوه ډله نورو آیتونو او د هغو په عملي حکمونو باندې عمل د ټولنیزو اړیکو د برابریدو سبب وباله او زیاته یې کړه: په دغو حکمونو کښې (په ټولنه کښې له غیبته منع کول) او (حتی د مخالفانو او دښمنانو په وړاندې د انصاف خیال ساتل) دي.

دوي (د هغو موضوعاتو پیروي نه کول چې په هکله یې یقین نشته) د قرآن یوشمیر نور حکمونه وبلل او په دنیا کښې د دود جرنل ازم یوه ستونزه یې په دغه حکم عمل نه کول او د پروپاګنډو او خبر جوړولو لپاره کوشش وباله.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي (په ظالمانو باندې له اعتماد او ورته له ګروهنې ځان ساتل)، (په ژوند کښې د عدل او انصاف خیال ساتل) او (په امانت کښې خیانت نه کول) د اسلام یولړ نور حکمونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې له امریکې څخه ویره به ترخې پایلې ولري او مونږ په تیرو کلونو کښې په ځینو حکومتونو کښې ولیدل چې له امریکې څخه ویرې هغوي په کومو سختو ستونزو کښې ګیر کړې دي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ( په توجه سره او د خدای د یاد لپاره لمونځ قائمول) او (په تیره بیا د روژې په دې مبارکو شپو ورځو کښې له خدای تعالی څخه د عفوې او بخشش غوښتل او توبه کول) د روحي لوړاوي لاره هوارونکي وبلل او په پاې کښې يې هیله وښودله چې ټول ولس او مسلمانان او په تیره بیا اسلامي حکومتونه او مسئولان د قرآن په عملي احکامو باندې د عمل توفیق بیامومي ځکه چې دا د مشکلاتو شفا ورکونکې نسخه ده.

 

ټیګونه