د مديريت توانمني، اخلاق او اجتماعي فلسفه په کورونا کښې د لويديځ د ماتې درې ډګرونه دي
(last modified Sun, 10 May 2020 11:28:41 GMT )
May 10, 2020 15:58 Asia/Kabul
  • د مديريت توانمني، اخلاق او اجتماعي فلسفه په کورونا کښې د لويديځ د ماتې درې ډګرونه دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د مديريت توانمني، اخلاف او اجتماعي فلسفه په کورونا کښې د لويد د ماتې درې ډګرونه وبلل.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن له کورونا سره د مبارزې له ملي کمېټۍ سره په ويډيو کانفرنس کښې چې د دغې کمېټۍ د غړيو او د هېواد د يودېرش صوبو د ګورنرانو په ګډون  سره ترسره شو، له کورونا سره د مقابلې په نړيوال ازمېښت کښې د لويديځ ماتې ته په پام سره زياته کړه، لويديځ او لويديځ ځپلي نه غواړي چې دغه ماتې اوليدې شي، خو ضروري ده چې د دغې ناتوانۍ څېړنه اوشي او بيان شي، ځکه د ملتونو لپاره د مهمو برخليکونو انتخاب له دغو اګاهيو سره تړاو لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د لويديځ د مديريتي توانمنيو ماتې په اړه واضحه کړه، په امريکه او اروپا کښې کورونا له نورو هېوادونو سره په پرتله کښې په ځنډ سره خپرېدنه پېدا کړه يعنې دغو هېوادونهو فرصت لرۀ چې ځانونه له دغو وائرسو سره مخامخېدنې ته چمتو کړي، خو هغه شان چې پکار وو ونه کړې شول چې په امريکه او ځينو اروپائي هېوادونو کښې په کورونا د اخته او مړۀ شويو کسانو زياته شمېرنه او د بې روزګارۍ په شمول په دغو هېوادونو کښې د خلقو مختلف مشکلات دغه ناتوانۍ ثابتوي.

دوي د لويديځ اجتماعي فلسفه هم له کورونا سره په مقابله کښې ماتې خوړلې وبلله او واضحه يې کړه، په لويديځ کښې د اجتماعي فلسفې روح او محتوا د مادياتو او پېسو په ستنو ولاړه ده نو په همدې وجه چې هغوي د کورونا په موضوع کښې د بوډاګانو، بيمارانو، بې پېسو او وروسته پاتې کسانو په اړه بې پروائي وکړه ځکه چې دغه پرګنې د پېسو ګټلو او مادياتو رامنځته کولو توان لري نو ځکه په کورونو کښې بوډاګان زيات مړۀ شول چې دغه واقعيات د لويديځ د اجتماعي فلسفې ماتې هم په ډاګه کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د عمومي اخلاقو د ښودلو په ډګر کښې د ماتې په اړه هم په دوکانونو يرغل او ورټولېدو په شان مواردو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه،لويديځوالو د ټولو ادعاګانو باوجود په دې لړ کښې هم ماتې خوړلې ده چې پکار  دے دغه حقائق عامه خلقو ته بيان شي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي په مختلفو اجتماعي، کلتوري، معالجاتي، روغتيائي، سائنسي، مديريتي و خدماتي برخو کښې له کورونا سره د مبارزې په لړ کښې د ايران د ملت او چارواکو کارکردګي يو جهادي، عظيم او له وياړه ډک حرکت وبلۀ او تاکيد يې وکړ، د ايران قدرمن ملت په خپل ښۀ او زغم لرونکي چلند سره انصافاً ښۀ وځلېد او د اسلامي او ايراني کلتور ښودنه يې وکړه.

 

ټیګونه