د امريکې ولس دې له اجتماعي نژادپرستۍسره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90202-د_امريکې_ولس_دې_له_اجتماعي_نژادپرستۍسره_مقابله_وکړي
د ايران خارجه وزرات له اجتماعي نژاد پرستۍ سره په مقابله کښې د امريکې د خلقو د ټينګ اودرېدنې په ضرورت تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2020 07:15 Asia/Kabul
  • د امريکې ولس دې له اجتماعي نژادپرستۍسره مقابله وکړي

د ايران خارجه وزرات له اجتماعي نژاد پرستۍ سره په مقابله کښې د امريکې د خلقو د ټينګ اودرېدنې په ضرورت تاکيد وکړ.

د ايران خارجه وزارت نن په يو ټوئيټ کښې «د مالکوم اېکس ميراث بايد ژوندے وساتل شي» په عنوان سره د يو مطلب په ليکلو سره واضحه کړه: مالکوم اېکس خپل ژوند له اجتماعي ګټو او وسائلو څخه د بې برخې خلقو لپاره عدل او انصاف حاصلولو ته وقف کړے ؤ، او ورسره ورسره يې د سپين پوستو د برترۍ ګمان ختمولو په لړ کښې مبارزه وکړه.

د ايران خارجه وزرات يادونه وکړه چې اوس د دې خبرې  وخت رارسېدلے دے چې د امريکې د هرې پرګنې خلق د اجتماعي نژاد پرستۍ او د دې تشويقونکو په وړاندې ټينګ اودريږي.

مالکوم اېکس چې د امريکې د تور پوستکو د حقوقو يو ستر مدافع ؤ د 1965کال په فرورۍ کښې يوې نژاد پرستې ډلې ووژۀ.