امريکه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90242-امريکه_د_ايران_مقاوم_ملت_نه_شي_په_ګونډو_کولې
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د امريکې سخت او بې مخينې دباونه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 21, 2020 16:01 Asia/Kabul
  • امريکه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د امريکې سخت او بې مخينې دباونه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې.

د ايرنا د پوټ له مخې ډاکټر حسن  روحاني نن د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې له ملي منصوبو څخه د ګټې اوچتونې او د جنوبي پارس يولسم فيز د پراختيا او د پلېټ فارم د نصب کولو د عملياتو د شروع کېدو په مراسمو کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې اوشول وويل، هم امريکائي وائرس او هم کورونا وائرس دواړو بې تاثيره نه دي، خو دغه وائرس د ايران  ملت د ترقۍ او پرمختګ په لاره کښې نه شي راايسارولي.

هغه واضحه کړه، د ايران ملت سرلوړے دے او له به سرلوړے کيږي او له اوسنيو مشکلاتو به تېره شي او نورو سره هم مرسته او ملګرتيا کوي او تل د فلسطين د مظلوم ملت په شمول د نړۍ د مظلومانو مل او مرستيال دے.