د اسلامی هیوادونودرستو پوځونو ته دې اخترمبارک وي
(last modified Sat, 23 May 2020 10:36:24 GMT )
May 23, 2020 15:06 Asia/Kabul
  • د اسلامی هیوادونودرستو پوځونو ته دې اخترمبارک وي

سبا په زیاتره اسلامی هیوادونو کې د روژې دمبارکې میاشتې د کوچني اختر نیکمرغه ورځ لمانځل کیږي . په دې اړه د تهران ریډیو درست کارکونکي هم دزړه له کومې مبارکي وائي .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران د پوځ لوي درسیتز  سردار تورن جنرال  محمد باقري نن  داسلامی هیوادونو د پوځونو لوي درستیزوالو ته  د  روژې دمبارکې میاشتې  دنیکمرغه کوچني اختر د رارسیدا په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کې  په مبارکۍ وئيلو سره ټينګار کړی ،بې شکه پر نړیوالې ټولنې  واکمن نني خاص شرائط چې  دکرونا ویروس  دخپریدا له امله اغیزمن شوي دي ،له دغې سپیرې  بلا سره د مقابلې لپاره ، د ملتونو او حکومتونو ترمینځ په تیره بیا د  هیوادونو د وسلوالو پوځونو ترمینځ د  په زړه پورې  او اغیز شیندونکي  ملګرتیا د پیاوړتیا او  پراختیا ضرورت  لا روښانه کړی دی .

 سردار باقري وئیلي دي،د کرونا ویروس خپریدا  یو داسې ارزښتمند فرصت برابر کړی،څو  په تیره بیا اسلامی هیوادونه د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)تعلیمات، او د اسلام د پاک دین تمدن  او کلتور فضیلت او شرافت  او هم د دغې سپیر بلا د جرړه ایستلو او د انساني ټولنو د مشکلاتو د ختمولو لپاره  دمسلمانانو ملګرتیا .غږملتیا او مجاهدت  د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړي .

 سبا په زیاتره  اسلامی هیوادونو کې د روژې دمبارکې میاشتې د کوچني اختر نیکمرغه ورځ لمانځل کیږي .

په دې اړه د تهران ریډیو درست کارکونکي هم  دزړه له  کومې مبارکي وائي .

 

ټیګونه