ایران کښې د کرونا څه باندې ۱ لاک ۲۱ زره ناروغان ښه شوې دي
د ایران د روغتیا وزارت وویل: تر ننه پورې په هیواد کښې د کرونا یو لاک یویشت زره او څلور کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت وویل: تر ننه پورې په هیواد کښې د کرونا یو لاک یویشت زره او څلور کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور په هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله څرګنده کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲ زره او ۹۷۹ نوي ناروغان پیژندل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په نویو ناروغانو کښې ۶۵۲ کسان په روغتونونو کښې داخل کړی شوې دي او ۲ زره او ۳۲۷ تنه نور کورونو ته لیږل شوې دي او په ایران کښې د کوویډ-۱۹ د ټولو ناروغانو شمیر ۱ لاک ۵۴ زره او ۴۴۵ کسانو ته ورسید.
جهانپور هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۸۱ کسانو مړینې ته په نغوتې سره وویل: په ایران کښې د کورونا له امله د مړو شمیر ۷ زره او ۸۷۸ کسانو ته رسیدلې دی.