ولسمشر روحاني:
د رمضان عبدالله خدمتونه د جهاد او مقاومت په ډګر کښې د راتلونکو نسلونو د لارې مشال دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په يو پېغام کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ د مشر رمضان عبدالله شلح د وفات تسليت ووايۀ.
ولسمشر حسن روحاني پرون د فلسطين خلقو او ټولو جهادي ډلو ته ددغه هېواد د اسلامي جهاد غورځنګ د مشر رمضان عبدالله د وفات د تسليت په ويلو سره وويل: رمضان عبدالله د فلسطين د مبارزو په تاریخ کښې تل پاتې خدماتي سرچينه ؤ چې هم هغه شان به د جهاد او مقاومت په ډګر کښې د راتلونکو نسلونو د لارې د مشال په شان وي.
ډاکټر روحاني په دغه پېغام کښې زياته کړه: د صهيونېسټي غاصب رژيم په خلاف د مبارزې د ډګر نه ستړې کېدونکې مجادهد او متفکر رمضان عبدالله خپل له برکت نه ډک ټول عمر د فلسطين د مظلومو خلقو له آرمان څخه ملاتړ او دفاع ته وقف کړ.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف، په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار علي اکبر ولايتي، د اسلامي مذهبونو د نړيوالې ټولنې مشر حميد شهرياري او د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف هم په خپلو بيله بيلو پېغامونو کښې د فلسطين خلقو ته د رمضان عبدالله د وفات تسليت ووايۀ.
د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ ارواښاد مشر رمضان عبدالله شلح له مودو مودو مبارزو وروسته د تېر خالي په ورځ د بيمارۍ له کبله وفات شو.