په ايران کښې په کورونا له اخته دوه لکو يو پنځوس زرو نه زيات کسان روغ شول
(last modified Sat, 25 Jul 2020 11:54:29 GMT )
Jul 25, 2020 16:24 Asia/Kabul
  • په ايران کښې په کورونا له اخته دوه لکو يو پنځوس زرو نه زيات کسان روغ شول

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې په کورونا باندې د تقريباً دوو زرو نورو کسانو د پېژندګلو او د تقريباً دوه لکه يو پنځوس زره کسانو د ښه کېدو خبر ورکړ.

مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو کسانو د وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې 2 زره 3۱۶ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې يو زر ۲۹۸ تنه په روغتونونو کښې داخل کړې شول او باقي نورو ته کلينيکل خدماتو اورسول شول .

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر دوه لکه اته اتيا زره او 839 تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو  څلوريشتو ګېنتو کښې يو سل پينځه نوي تنه د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر پينځلس زره 484 تنو ته اورسېد.

د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه دوه لکه  يو پنځوس زره 319 تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تقريباً شپاړس ميلين تنو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه شپږ لکه درې څلوېښت زره تنه مړۀ شوي  او تقريباً ۹ ميلينه  اوه لکه شپيته زره تنه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه