محمد جواد ظریف:
اسلامي ایران تل د فلسطین د خلکو له مبارزو ملاتړ کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د فلسطین له خارجه وزیر ریاض المالکي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په لړ کښې د فلسطین د خلکو له مبارزو څخه د ایران په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

محمد جواد ظریف په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان په دې لاره کښې د فلسطیني ډلو او خلکو پيوستون ضروري وباله.
ریاض المالکي هم د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې د ایران د دریځونو په قدرونې سره د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو به لړ کښې د فلسطین د خلکو او مشرانو پر کلک هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل: فلسطینیان د صهیونیسټي رژيم له نیواکه د فلسطیني ټاټوبي تر آزادولو پورې پر خپلو ژمنو باندې په یوموټې او متحده توګه پابند دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې جمعې په ورځ هم له صهیونیسټي ریم سره د اماراتو له شرمناکې موافقې وروسته د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له سیکتر زیاد النخاله او د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.