عربستان په اټومي فعالیتونو کښې د اسرائیلو لاره کچ کوي
(last modified Sat, 19 Sep 2020 00:34:03 GMT )
Sep 19, 2020 05:04 Asia/Kabul
  • عربستان په اټومي فعالیتونو کښې د اسرائیلو لاره کچ کوي

فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب ابادي پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د سعودي عربستان د ځینو پټو اټومي فعالیتونو په ایشوا کولو سره په نوموړي اژانس او واکمنې شورا غږ وکړ

 ډاډ ترلاسه کړي چې سعودي عربستان د اټومي وسلو د  تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي په سیف ګارډ(Safe-Guard) موافقې کښې خپلو لیکل شویو ژمنو ته پاې بند ووسي .

هغه د سعودي عربستان لخوا د سیف ګارډ د موافقې په کامل ډول نه اجرا او د هغو کسانو په چپتیا چې تل د سیف ګارډ د موافقې  د پیوستون د ساتلو په هکله اندیښمن دي  د خپلې اندیښنې په ښودلو سره وویل د اټومي انرژۍ له بیا بیا غوښتنو سره سره تر هغه وخته پورې چې عربستان خپل اوسنی د کمو اندازو پروټوکول لغو نکړي د اټومي اژانس د ماموریت د اجرا لپاره د حقیقت د معلومولو لپاره ضروري اوزارونه نه برابریږي .

سعودي عربستان له تیرو څو کلونو راهسې په پټ ډول اټومي پروګرام پیل کړی دی او اوس یې هم دغه کار ته دوام ورکړی خو امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه په دې هکله غلي ناست دي او هیڅ خبره نه کوي .

 

ټیګونه