ايران د آذربائيجان جمهوريت، آرمينيا او روسيې د موافقې هرکلے وکړ
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت د قره باغ د لانجې په اړه د آذربائيجان جمهوريت، آرمينيا او روسيې د موافقې هرکلے وکړ.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوې بيانيه کښې هيله څرګنده کړه چې د آذربائيجان جمهوريت، آرمينيا او روسيې فيډريشن ترمېنځ موافقه چې اصول يې د ايران د اسلامي جمهوريت په وړانديزي منصوبه کښې هم راغلي وو په قفقاز سيمه کښې د پائېدارې صلحې سبب شوه.
د ايران د خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا د احترام، د نيول شويو سيمو د آزادۍ، د کډوالو د ستنېدو، د اقليتونو د امنيت او حقوقو د احترام او له سيمې څخه د ټولو تکفيري او بهرنيو جګړمارو د وتلو په ضرورت باندې په تاکيد سره واضحه کړې شوه چې ايران يو ځل بيا په سيمه کښې د پائېدارې صلحې او امنيت له رامنځته کېدو سره د مرستې او په سيمه ايزو نوښتونو کښې د مشارکت لپاره خپل چمتووالے اعلانوي.
د آذربائيجان جمهوريټ ولسمشر الهام علي اف، د آرمينيا وزيراعظم نيکول پاشينيان او د روسيې فيډريشن مشر ولاديمير پيوټن وړمه شپه د د نومبر په لسمه د ماسکو په وخت سحر وختي په قره باغ په ښکېله سيمه کښې د پوره ډزبندۍ او ټولو دښمنيو د ختمولو د اعلان په اړه يوه بيانيه لاسليک کړه.