په ایران کې نور۴۸۶ کسان دکرونا ویروس قرباني شول
(last modified Mon, 16 Nov 2020 11:20:13 GMT )
Nov 16, 2020 15:50 Asia/Kabul
  • په ایران کې  نور۴۸۶ کسان دکرونا ویروس قرباني شول

په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه کابو پنځه پنځوس میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون درې لکه پنځویشت زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه اته دیرش میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروسدککړو کسانو دوروستیو احصایو په  بیانولو سره ووئیل ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په ایران کې په کرونا ویروس نور دیارلس زره  درې پنځوس ککړ کسان  پيژندل شوي  چې له دوي  درې زره یو سل درې دیرش ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي

 میرمن سادات لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په ایران کې  په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ دککړو کسانو شمیراوه لکه پنځه اویا زره یو سل شل تنو ته زیات شوی ، زیاته کړې ، له بده مرغه په تیر شواروز کې  په ایران کې په کرونا ککړو څلور سوه شپږ اتیا  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم یو څلویښت زره نهه سوه یو اویا تنو ته زیات شوی دی .

 هغې وئيلي دي ،تر دې دمه په درست ایران کې  په کرونا ککړ  پنځه لکه څلور شپیته زره  اوه سوه کسان هم په درملنې پسې  ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 په نړۍ کې په کرونا ویروس  دککړو کسانو شمیر تردې دمه  کابو پنځه پنځوس میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي  لږترلږه  یو میلیون درې لکه پنځویشت زره  کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه اته دیرش میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه  او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه