په ایران کې په کرونا نور۴۸۲ ککړکسان هم قرباني شول
په نړۍ کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر تر دې د مه څه دپاسه پنځه پنځوس میلیون تنو زیات شوی چې له دوي کابو یو میلیون درې لکه درې دیرش زره کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه اته دیرش میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په ایران کې په کروناویروس دککړو کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره ووئيل،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا نور دیارلس زره دوه درې سوه پنځه دیرش ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي درې زره نهه اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن سیماسادات ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر اوه لکه اته اتیا زره څلور سوه اویاؤ تنو ته رسیدلی دی ، زیاته کړې ده ،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو نوروڅلورسوه دوه اتیا کسانوهم خپل ژوند له لاسه ورکړی،چې له دوي سره په ایران کې تر دې د مه د کرونائي قربانیانو شمیر دوه څلویښت زره څلور سوه یو شپيته تنو ته زیات شوی دی .
د ایران د روغتیائي چارو د وزارت د ویندوئې په وینا، تر دې دمه په درست ایران کې په درملنې پسې پنځه لکه اویا زره اته سوه ککړ کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
په نړۍ کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر تردې دمه څه دپاسه پنځه پنځوس میلیون تنو زیات شوی چې له دوي کابو یو میلیون درې لکه درې دیرش زره کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه اته دیرش میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي.