حریرچي:
تراوسه په نړۍ کښې د کرونا هیڅ قطعي درمل نه دي کشف شوي
د ایران د روغتیا مرستیال وزیر وویل: تراوسه په ټوله نړۍ کښې د کرونا هیڅ ډول قطعي او جوت درمل نه دي جوړ شوې او معرفي شوي کیمیايي، ګیاهي او حکیمي درمل زیاتره په درملنې کښې د مرستې کار کوي.
د ایران د روغتیا مرستیال وزیر وویل: تراوسه په ټوله نړۍ کښې د کرونا هیڅ ډول قطعي او جوت درمل نه دي جوړ شوې او معرفي شوي کیمیايي، ګیاهي او حکیمي درمل زیاتره په درملنې کښې د مرستې کار کوي.
د ایرنا د خبر له مخې ډاکټر ایرج حریرچي پرون خبریالانو ته وویل: هر درمل چې د خوړو او درملو په اداره کښې یې ضروري لاره وهلې وي او د علمي تائید مراحل یې ترسره شوي وي هغه به د روغتیا وزارت له خوا تائید شي.
حریرچي وویل: نن سبا چې کوم درمل په امریکايي او اروپايي هیوادونو کښې له کرونا سره د مقابلې لپاره تجویز او استعمالیږي، په ایران کښې په لا ارزانه بیه تولید شوي دي خو په هغو کښې هیڅ کوم درمل د کرونا د قطعي او پریکنده درملو په توګه نه شي استعمالیدې.