په ایران کې په کرونا نور۴۰۶ ککړ کسان قرباني شول
(last modified Fri, 27 Nov 2020 11:26:21 GMT )
Nov 27, 2020 15:56 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور۴۰۶ ککړ کسان قرباني شول

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو شمیر څه ډپاسه یو شپیته میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون څلور لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو درې څلویښت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  نور څوارلس زره یو پنځوس ککړکسان پيژندل شوي دي چې له دوي دوه زره دوه سوه پنځه څلویښت کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .

Image Caption
Image Caption

 

 میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر انه لکه دوویشت زره څلور سوه تنو ته زیات شوی دی ،وئیلی دي،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو څلور سوه شپږ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  اوه څلویښت زره  پنځه نوي تنو ته رسیدلی دی .

  د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو شپږ لکه  څلویښت زره  ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

  په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروسد ککړو شمیرڅه ډپاسه یو شپیته میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون څلور لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو درې څلویښت میلیون کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه