په ایران کې په کرونانور۳۸۹ ککړکسان هم قرباني شول
(last modified Sun, 29 Nov 2020 11:02:13 GMT )
Nov 29, 2020 15:32 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونانور۳۸۹ ککړکسان هم قرباني شول

په د رستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو درې شپیته میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي لږتر لږه یو میلیون څلور لکه شپیته زره کسان هم قرباني شوي او څه دپاسه درې څلویښت میلیون کسان هم ښه شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په هیواد کې په کروناویروس دککړو کسانو داحصایو په بیانولو سره وئیلی دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس څه دپاسه دولس زره  ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي  کابو یو زر اته سوه تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې تر دې دمه  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر نهه لکه اته څلویښت زره اوه سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی دی ،  ووئيل ،  له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کروناککړ درې سوه نهه اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه  ورکړی  چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې  دکرونائي قربانیانو شمیر  اوه څلویښت زره اته سوه څلور اویا تنو ته زیات شوی دی .

Image Caption

 

  دمیرمن سیماسادات په وینا  تر د ې دمه په ایران کې  کابو  شپږ لکه اته پنځوس زره  درې سوه ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 په د رستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو درې شپیته میلیون تنو ته رسیدلی  چې له دوي لږتر لږه  یو میلیون څلور لکه شپیته زره  کسان هم قرباني شوي  او څه دپاسه درې څلویښت میلیون کسان هم ښه شوي دي .

 

ټیګونه