په ایران کې نور ۳۶۲ککړکسان د کرونا قرباني شول
(last modified Wed, 02 Dec 2020 11:03:00 GMT )
Dec 02, 2020 15:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۳۶۲ککړکسان د کرونا قرباني شول

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه څلور شپیته میلیونو تنو ته زیات شوی چې له دوي لږترلږه یو میلیون څلور لکه اته اتیا زره کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی او په درملنې پسې هم څه دپاسه څلور څلویښت میلیون کسان ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال  راپور راکړ،د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن  سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کروناویروس د ککړو د وروستیو احصایو په باب وئيلي دي،د تشخیص د نړیوالومعیارونو په اساس  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په هیواد کې  په کرونا نور دیارلس زره شپږ سوه یو ویشت ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دوي  دوه زره دوه سوه شپږ څلویښت په روغتونونو کې بستري شوي دي .

Image Caption

میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر نهه لکه نهه اتیا زره شپږ سوو تنو ته زیات شوی،وئیلي ديله بده مرغه،په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو نورو درې سوه دوه شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې  له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي  قربانیانو شمیر اته څلویښت زره  نهه سوه نوي تنو ته زیات شوی او دغه راز کابو شپږلکه اته اویا زره کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ټیګونه