وهابیت په سیمه کښې د ترهګرۍ او د نفرت سرچینه دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د سعودي عربستان په خارجه چارو کښې د سلاکار وزیر عادل الجبیر ادعا ته په غبرګون کښې ټينګار وکړ په لویدیځې اسیا سیمې کښې ټولو ترهګرو ډلو د سعودي عربستان تر مالي ملاتړ لاندې مدرسو کښې روزنې کړي دي .
د سعودي عربستان په خارجه چارو کښې سلاکار وزیر عادل الجبیر څه موده مخکې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ادعا کړي وه د ایران کړچار سبب شوی دی چې د سعودي عربستان ډیر خلک ووژل شي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوې (۱) بیانیې کښې ډاګینه کړه څو لسیزې کیږي چې د استعماری قدرتونو روزل شوی وهابیت په لویدیځې اسیا سیمې او له سیمې ورهاخوا د ړانده تعصب ، نفرت او د ترهګرۍ سبب شوی دی .
هغه زیاته کړه د سعودي عربستان د چارواکو لخوا په نورو هیوادونو باندې د تورونو لګول نشي کولای حقیقت پټ کړي او په یمن کښې جنایتونه او د خبریال جمال خاشقچي بدنامه دوسیه د سعودي عربستان د حکومت نورې کارنامې دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده دې ته په اشارې سره چې د سعودي عربستان نوي چاپلوسۍ او ناوړه اقدام د فلسطین د خلکو پرضد د حکومتي ترهګرۍ د اصلي ملاتړي یعني د اسرائیلو په څنګ کښې دریدل دي ټینګار وکړ د تاوتریخوالي د رامینځته کولو سیاست نور د دوام وړ نه دی او سعودي عربستان باید دغه رویه او چلند بدل کړي .
سیاسي شناندي وايي چې سعودي عربستان له امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، متحده عربي اماراتو ، بحرین ، اردن ، اسرائیلو او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا په تیره بیا اسلامي هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالي ، پوځي او اسختباراتي مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .