د امریکائي حکومت خنډجوړونې به د نړیوالوپه ذهن کې تل پاتې وي
(last modified Wed, 09 Dec 2020 00:21:30 GMT )
Dec 09, 2020 04:51 Asia/Kabul
  • د  امریکائي حکومت خنډجوړونې به د نړیوالوپه ذهن کې تل پاتې وي

د اسلامی ایران ولسمشر د تهران په ضد د ا مریکا اقتصادي جنګ ته په اشارې سره ټينګار کړ ی ، د خلکو دضروري اړتیاؤ په تامینولو کې د امریکائي حکومت له درستو خنډ جوړونو سره سره ، د ایران په حکومت کې درست اورګانونه او مختلفې ادارې به ، د ډاډمنو او تضمین شوو واکسنو دبرابرولو لپاره هڅه وکړي .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ناوخته له کرونا ویروس سره دمقابلې دملي کمیشن د تخصصي کمیټیو په غونډې کې  دواکسنو پشمول د خلکو د ضروري شیانو په تامینولو کې د امریکائي حکومت  خنډجوړولو ته په اشارې سره  وئيلي دي ،د ډونالډټرمپ  دحکومت دغه غیر انساني اوغیر قانوني  چلند به د نړیوالو په ذهن او خاطرو کې د یوه بې شرمه او بې ننګه  اقدام په توګه تل پاتې وي .

ډاکټر روحاني  دغه راز وئيلي دي ، دغه کمیشن دغه کمیشن خپلې هلې ځلې په دوو  لومړیتوبونو سره په سرکې راوستي دي ، لومړی لومړیتوب  د پروټوکولونو  اجرا  او په وارمخکې ټسټونو  کې  داجرائي خیال ساتنې  او سوشل ډسټینسیګ رعایتول  تر ټولو ښه لاره  ده . او دوهم  لومړیتوب  هم د واکسن  برابرول اوتامینول دي  ، ددغه واکسن  د جوړولو  لاره او مقدمات د ایرانیو پوهانو  او  د داخلی تخصصي مرکزونو په توانمنیو په تکیې سره  برابرشوي  او  له هیواده  له بهره  ئې هم برابرول او اخستل   په ایجنډا کې شامل دي .

ټیګونه