د ایران په جنوب ختیځ کې کابو یو نیم ټن نشه ایز مواد کشف شوي
سردار ګودرزي دسیستان او بلوچستان ولایت دپوله ساتونکو له خوا د اطلاعاتی ځیرتیا او پراخو اقداماتو او د نشه ایزو موادو دقاچاقبرو په پیژندنې کې هوښیارتیا ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، قاچاقبر د ایران خاورې ته د واریدیدا په وخت دپوله ساتونکو مامورانو په کلابندۍ کې ګیر شول چې د نشه ایزو توکو ستره جوپه ئې په ځاي پریښوده او تښتې ته ئې مخه کړه چې البته ځیني کسان ئې نیول شوي هم دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو دسرحدي ځواک قوماندان احمد علی ګودرزي پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د ایران د پولو د کنټرولو او ساتنې په دوام او له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په سختولو سره د سیستان او بلوچستان ولایت د پوله ساتونکي ځواک په تیرشواروز کې په یولړ هوښیارو او په موقعې عملیاتو کې بریالی شوی له پولو ورآخوا څخه دا یران داخل ته دډیرو زیاتو نشه ایزو موادو د راوړلو هڅه ناکامه کړي .
سردار ګودرزي دسیستان او بلوچستان ولایت دپوله ساتونکو له خوا د اطلاعاتی ځیرتیا او پراخو اقداماتو او د نشه ایزو موادو دقاچاقبرو په پیژندنې کې هوښیارتیا ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، قاچاقبر د ایران خاورې ته د واریدیدا په وخت دپوله ساتونکو مامورانو په کلابندۍ کې ګیر شول چې د نشه ایزو توکو ستره جوپه ئې په ځاي پریښوده او تښتې ته ئې مخه کړه چې البته ځیني کسان ئې نیول شوي هم دي .
هغه دغه راز ووئیل په یولړ نورو عملیاتو کې هم له څو ګاډو او موټرسآئيکلو څخه کابو شپږ سوه کلوګرامه اپیم هم کشف او ضبط شوي دي .