چابهار مینځني ختیځ ته د پاکستان د لاسرسي لپاره دروازه ده
(last modified Sun, 20 Dec 2020 23:52:37 GMT )
Dec 21, 2020 04:22 Asia/Kabul
  • چابهار مینځني ختیځ ته د پاکستان د لاسرسي لپاره دروازه ده

ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي وویل چابهار بندر د مینځني ختیځ هیوادونو ته د پاکستان د ورننوتلو لپاره دروازه ده .

په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي پرون د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د چابهار د ازادې سیمې له عامل مدیر عبدالرحیم کردي سره په کتنې کښې وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجاري او داقتصادي فعالیتونو د پیلیدا لپاره ښه ظرفیتونه شته .

د پاکستان سفیر چې د ریمدان – ګبد د سرحدي ټرمینل د پرانیستلو په مراسمو کښې د ګډون لپاره د ایران سیستان و بلوچستان ولایت ته ورغلی دی د چابهار بندر او د ازادۍ سیمې په لیدو سره په تجارتي او اقتصادي زمینو کښې د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه وکړه .

د ایران د چابهار ازادې سیمې عامل مدیر عبدالرحیم کردي هم وویل د ریمدان – ګبد سرحد له لارې د پاکستان د ګوادر بندر او په چابهار ازادې سیمې کښې له موجودو ظرفیتونو استفاده د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره ډیر اهمیت لري .

عبدالرحیم کردي په دې خبرې سره چې په ریمدان کښې د سرحدي بازارچې پرانیستل د ایران او د پاکستان په ګډ سرحد کښې د غیرقانوني فعالیتونو د کمیدا او له مینځه تلو  لپاره نوی باب دی وویل د پاکستان د ضرورت وړ شیان په کم لګښت سره د چابهار په ازادې سیمې  کښې تولیدولی شو او په دې سربیره د پاکستان فعال پانګوال همدا اوس په چابهار بندر کښې شتون لري .

 

ټیګونه