د ايران په چابهار بندر کښې د پاکستان د پانګونې حالات برابر دي
د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې د بندرونو او سمندري چارو عمومي مدير وويل، پاکستان د خپل ضرورت او ګټوپه بنياد بې له څه محدوديته په چابهار بندر کښې فعاليت او پانګونه کولې شي.
بهروز آقائي نن په ايران کښې د پاکستان له سفير رحيم حيات قرېشي سره په کتنه کښې وويل: بندر چابهار په سيمه کښې د بندرونو ګنډونکے دے او د هېوادونو د رشتې او له يو بل سره د ملګرتياو پراختيا او ژورتيا د دغه بندر يوه دنده ګڼل کيږي.
د سيستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو عمومي مدير د ګوادر او چابهار بندرونو ترمېنځ بلل شوې خورولۍ موافقه ليک د مفادو اجرائي کولو تجويز په وړاندې کولو سره وويل: د سمندري تګ راتګ د تحفظ د ودې، د احتمالي پېښو له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي او په لا زيات کيفيت او کميت سره د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د مناسبې زمينې د رامنځته کولو په لړ کښې د پاکستان او د چابهار ښار د لويديځو سواحلو ترمېنځ د سمندري لټون، امداد او نجات ګډو مراکزو جوړېدل ضروري دي.
په ايران کښې د پاکستان سفير هم په دغه کتنه کښې وويل: هغه بې مثاله تجهيزاتي او بېخ بنائي ظرفيتونه چې په چابهار کښې رامنځته شوي دي د سيمه ايزو تعلقاتو په پراختيا کښې مهم رول ادا کولې شي.
رحيم حيات قريشي وړانديز وکړ چې د پاکستان او ايران ترمېنځ د ملګرتياو ټولې زمينې دې د متعلقه چارواکو په شتون سره په يوې اقتصادي ناسته کښې وڅېړلې شي او فېصلې دې اوشي.
همدارنګ د ايران د تجارت د پراختيا د ادارې اېشيا او اوقيانوسيې د دفترعمومي مدير سيد رضا سيد اقازاده له پاکستان سره د رسمي پولو د زياتېدو خبر ورکړ او وې ويل د ايران او پاکستان رسمي پولې به د راروان ۲۰۲۱ کال تر فرورۍ پورې درې پولو ته ورزياتې شي.
سيدآقازاده زياته کړه،د ايران په وړانديز سره د پوله ايزو بازارونود پراختيا لپاره پاکستاني لوري هم د پوله ايزو بازارونو د پراختيا د تفاهم ليک د متن په رالېږلو سره د دواړو هېوادونوترمېنځ د شپږو بازارونو جوړېدل مطرح کړي دي.