د شهید سلیماني په دوسیه کښې ۴۸ تورن کسان وپیژندل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95072-د_شهید_سلیماني_په_دوسیه_کښې_۴۸_تورن_کسان_وپیژندل_شول
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل چې د جنرال قاسم سلیماني د دوسیې په تړاؤ ۴۸ تورن کسان پیژندل شوې دي او تر تعقیب لاندې د هغوي د راوستلو لپاره ضروري اقدامات ترسره شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 04:23 Asia/Kabul
  • د شهید سلیماني په دوسیه کښې ۴۸ تورن کسان وپیژندل شول

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل چې د جنرال قاسم سلیماني د دوسیې په تړاؤ ۴۸ تورن کسان پیژندل شوې دي او تر تعقیب لاندې د هغوي د راوستلو لپاره ضروري اقدامات ترسره شوې دي.

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل چې د جنرال قاسم سلیماني د دوسیې په تړاؤ ۴۸ تورن کسان پیژندل شوې دي او تر تعقیب لاندې د هغوي د راوستلو لپاره ضروري اقدامات ترسره شوې دي.

د ایرنا د خبر له مخې علي باقري کني پرون زیاته کړه: له هغو هیوادونو چې په یو ډول د سردار سلیماني د ټرور په جنایت کښې ښکیل او دخیل وو، غوښتل شوې دي چې معلوماتو او مستندات د ایران قضائي ادارې ته وسپاري.

باقري کني څرګنده کړه چې د ترلاسه شویو خبرونو او اطلاعاتو له مخې په جرمني کښې (رامشټاین) امریکايي اډې د هغو بې پایلټه الوتکو ترمینځ د معلوماتو په تبادله کښې لاس درلود چې د شهید سلیماني د وژلو په جنایت کښې ترې کار اخیستل شوی دی.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي رضاکار ولسي څواک مرستیال مشر ابومهدي المهندس سره د خپلو اتو ملګرو د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه د عراق د بغداد هوايي ډګر ته نزدې د امریکې د تیري ګرو او ترهګرو ځواکونو په هوايي حمله کښې شهید شو.