د ایران ولس په دریدنې او مقاومت سره سترې بریاوې ترلاسه کړې
د اسلامي ایران ولسمشر د امریکې د اقتصادي جنګ او انساني ضده بندیزونو په وړاندې د ایران د ستر ولس مقاومت او اودریدنه او هم داشان له کرونا وایرس سره مقابله وستایله.
د اسلامي ایران ولسمشر د امریکې د اقتصادي جنګ او انساني ضده بندیزونو په وړاندې د ایران د ستر ولس مقاومت او اودریدنه او هم داشان له کرونا وایرس سره مقابله وستایله.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون په اسلامي شورا(پارلیمان) کښې د ایران د درې واړو قواؤ د مشرانو د غونډې په پاې کښې زیاته کړه چې د مقننه او قضائیه قواؤ له مشرانو سره یې د بندیزونو د ماتولو او بې اغیزې کولو په هکله مثبتې خبرې اترې وکړې.
هغه هم داشان د کرونا واکسن د برابرولو د طریقې په هکله وویل: د واکسن د اخیستو لپاره له څو لارو اقدام شوی دی د دې په ترڅ کښې چې په هیواد کښې دننه هم د کرونا واکسن د جوړولو هلې ځلې روانې دي.