روحاني: د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې د ایران پرمختګ ویاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95092-روحاني_د_نانو_ټیکنالوژۍ_په_برخه_کې_د_ایران_پرمختګ_ویاړ_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې د ایران ستر او د پام وړ پرمختګ ویاړ وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 30, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • روحاني: د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې د ایران پرمختګ ویاړ دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې د ایران ستر او د پام وړ پرمختګ ویاړ وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د سه شنبې په ورځ د کلتوري انقلاب د عالي شورا په غونډه کې د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې د ایران ستر او نفوذي وړتیاو او په صنعت، روغتیا او بیلابیلو علمونو لکه د فضا او دفاع په برخو کې پرمختګ ته اشاره وکړه او وې ویل: نن ورځ، د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د علم په تولید، مقاله او د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې، بلکې د دې په صنعت او مهمو محصولاتو کې د بدلولو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
روحاني څرګنده کړه چې د وارداتو په مسله کې د دښمنانو لخوا د بندیزونو لګول د پام وړ دي، او زیاته یې کړه چې بندیزونه نه یوازې په وارداتو بلکې د صادراتو په برخه کې هم ځورونکي دي، په ځانګړي ډول نوې ټیکنالوژي چې د ځوان نسل او ایراني ساینس پوهانو د هڅو او پوهې پایله ده.
روحاني هیله څرګنده کړه چې د اسلامي انقلاب د عالي رهبر په لارښود سره به موږ وکولی شو دغه بندیزونه لرې او د ډیجیټل اقتصاد او پوهې په اساساتو کې د نړیوالې سیالۍ ډګر ته دننه شو.