سعید خطِب زاده:
د امريکې شېطانۍ زمونږ له سترګو پټې نه دي
د ايران د خارجه وزارت وياند په سيمه کښې د امريکې خوزښتونو ته په اشارې سره وويل: د واشنګټن شېطانۍ زمونږ له سترګو پټې نه دي او په عراق او سيمه کښې د امريکنيانو خوزښتونه څاروو.
سعيد خطيب زاده نن په خبري ناسته کښېد ايران پرېس د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې د دې په بيانولو سره چې په ځينو تاوتريخوالو په تېره بيا په عراق کښې د قدس د غاصب رژيم د عواملو او انډيوالو رول ليدل کيږي زياته کړه، ايران په سيمه کښې په تاوتريخوالي پسې نه دے خو له خپلو پولو هېواد څخه په دفاع کښې څه شک نه کوي او هر تيري ته په نېغ په نېغه او په ډاګه ځواب ورکړي.
خطيب زاده همدارنګ د تېر زيارت په ورځ د ملګرو ملتو په غونډه کښې د عراق او افغانستان غېر موجودګۍ په باره کښې وويل: ګاونډيان پوهيږي چې د امريکې ماجرا لټونه تر څومره اندازې د سيمې د هېوادونو په ضرر ده.
هغه زياته کړه امريکې په ملګرو ملتو کښې د ايران د ملت په خلاف په خپلو اقداماتو کښې په دريم ځل ماتې وخوړه، دغه مسئله د سپينې ماڼۍ د مخ په زياتېدو ګوښه کېدو ښودنه کوي او دا يو رسوا کونکې ماتې وه.
خطيب زاده له عراق سره د جنرل سلېماني د قتل د دوسيې د ګډ تعقيب په باره کښې وويل؛ د عراق لخوا د دغه قتل د حقوقي اړخ يوه ډېره جدي موضوع ده او پکار دے عراق دغه دوسيه تعقيب کړي.
د ايران د خارجه وزارت وياند په دې اړه د جېک ساليوان د څرګندونو په باره کښې چې له ايران سره به برجام ته له ستنېدو وروسته د توغنده اي مسائلو په اړه خبرې اترې وکړوو وويل: د ايران د دفاعي توان په اړه به هيڅکله خبرې اترې ونه شي او د ايران دفاعي توان په خپلواکه توګه د ايران د ضرورتونو په بنياد تعقيبږي.