ايران د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې داعش لخوا د کانکنانو قتل عام وغندۀ
د ايران د خارجه وزارت وياند د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د داعش تره ګرو په لاسو د يولسو تنو کان کنانو قتل عام وغندۀ
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د ادارې د رپوټ له مخې د دغه وزارت وياند سعيد خطيب زاده وويل، جنايکارانه اقدام يو ځل بيا له تکفيري او ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د سيمې د ټولو هېوادونود ملګرتيا ضرورت د تاکيد وړ ګرځوي.
د ايران د ډېپلومېسي ادارې وياند تاکيد وکړ، د اسلامي نړۍ هېوادونه دې له يو بل سره په ملګرتيا سره د افراطي او تکفيری ډلو د فکري او مالي مرستو د زمينو د ختمولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې متمرکزې کړي او د مختلفو مذهبونو او دينونو د بې ګناه انسانانو په خلاف د تشدد د ختمولو په هدف سره د داسې واقعاتو مخنيوے وکړي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مچ سيمه کښې د کوئلې يولس تنه کان کنونکي داعشي ترهه ګرو وتښتول او وروسته يې پرې هم ګولۍ اوچلولې او هم يې حلال کړل.