پاکستان ته په مسلمانانو د ترهګر بریدونو سره د مقابلې ضرورت
(last modified Sun, 10 Jan 2021 07:59:55 GMT )
Jan 10, 2021 12:29 Asia/Kabul
  • پاکستان ته په مسلمانانو د ترهګر بریدونو سره د مقابلې ضرورت

د قم د علمیه حوزې د استادانو ټولنې د بلوچستان په سیمه کې د ۱۱ شیعیانو معدن چیانو د قتل جرم په غندلو سره ټینګار وکړ: د پاکستان حکومتي چارواکي دا دنده لري چې باید د مسلمانانو د سر او مال ساتنه او په مسلمانانو باندې د ترهګرو او تکفیریانو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.

نامعلومو برید کوونکو د پاکستان د بلوچستان په مچ سیمې کې د جنوري میاشتې په دریمه نیټه، ۱۱ معدنچنیان له تښتولو وروستو د سرونو په غوسولو سره دوي شهیدان کړې و، د داعش ترهګرې ډلې د دې پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستلۍ دی.
د قم د علمیه حوزې د استادانو ټولنې په دې بیانیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې وه، یادونه کړې؛ د پاکستان په بلوچستان کې د شیعه معدنچینانو د قتل غمجنه پیښه چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ډیر ظلم او وحشت سره ترسره شوې، یوه ډیره دردونکې او غمیزه پيښه ده.

ټیګونه