له منفي اغیزې پرته، د کرونا واکسین د ایران او کیوبا ګډ تولید
(last modified Thu, 14 Jan 2021 00:53:48 GMT )
Jan 14, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • له منفي اغیزې پرته، د کرونا واکسین د ایران او کیوبا ګډ تولید

د ایران د پاسټور انسټیټیوټ مشر وویل: د ایران او کیوبا لخوا په ګډه تولید شوي د کورونا واکسین خورا خوندي دی او هیڅ منفي اغیزې نه لري."

د ایران  د پاسټور انسټیټیوټ مشر  علیرضا  د واکسن د جوړولو لپاره د کیوبا او ایران د همکارۍ په اړه وویل: کیوبا له هغه هیوادونو ده چې د واکسین جوړولو په صنعت کې ډیر پرمختګ کړۍ او په وروستیو کلونو کې هم یواځینې هغه هیواد دی چې د واکسین د جوړولو ټیکنالوژي یې ایران ته انتقال کړې ده.
علیرضا وویل: د "هیپاټيټس بي" واکسین ټیکنالوژي، چې د ایران پاسټور انسټیټیوټ کې جوړیږي، د کیوبا په همکارۍ وه. هغه زیاته کړه: "د دې واکسین په راتګ سره، نه یوازې ایران وکولی شي دغه واکسین جوړ کړي، بلکې د ایرانیانو لوې اکثریت د دې هیپاټيټ B واکسین په وړاندې واکسین شوې دي."
د کیوبا کورونا واکسین رامینځته کولو ټیکنالوژي د پیډیاټریک نمونیا واکسین سره مطابقت لري، او پدې اساس، ایران له کیوبا سره ګډ د کورونا واکسین جوړولو پروسه پیل کړې.او له پنځو تر شپږو میاشتو پورې شوي چې د دواړو هیوادونو تر منځه په همکارۍ سره د واکسین ډیزاین، د څارویو ازموینې او کلینیکي آزموینې له لومړني مرحلو پیل شوې. په کیوبا کې په لومړۍ او دویمې انساني مرحلې کې مشخص شوې چې دا واکسین ډیر خوندې او بې له هیڅ منفي اغیزې دې او په زړه پورې کار یې کړې دی.

ټیګونه