په ایران کې په کرونا نور اووه نوي ککړ کسان قرباني شول
(last modified Thu, 14 Jan 2021 01:05:44 GMT )
Jan 14, 2021 05:35 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور اووه نوي ککړ کسان قرباني شول

د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او څلور نوي زره او درې سوه اته اتیا ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  شپږ زره او درې سوه اوولس ککړکسان پيژندل شوي دي چې له دوي شپږ سوره درې پنځوس کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .
 میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون او درې سوه پنځه زره او درې سوه نهه دیرش کسانو ته زیات شوی دی، وئیلی دي، په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو اووه نوي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  شپږ پنځوس زره او څلور سوه اووه پنځوس تنو ته رسیدلی دی .
 د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او څلور نوي زره او درې سوه اته اتیا ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
 په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروس د ککړو شمیرڅه دپاسه دوه نوي میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو یو میلیون نهه سوه دوه اویا زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټیګونه