په ایران کې په کرونا نور شپږ اتیا ککړ کسان قرباني شول
(last modified Sun, 17 Jan 2021 08:45:25 GMT )
Jan 17, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور شپږ اتیا ککړ کسان قرباني شول

د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او یوسل او نورلس زره او یو سل او اووه دیرش ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې  میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا د ککړو  کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په ایران کې  په  کروناویروس  شپږ زره او شپاړلس ککړکسان پيژندل شوي دي چې له دوي شپږ سو او یو دیرش کسان  په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن لاري  ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو میلیون او درې سوه دیرش زره او څلور سوه او یولس کسانو ته زیات شوی دی، وئیلی دي، په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړو شپږ اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی  چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  شپږ پنځوس زره او اته سوه اووه دریو تنو ته رسیدلی دی .

د ایران دروغتیائي چارود وزارت د ویندوئې په وینا، تردې په ایران کې کابو یو میلیون او یوسل او نورلس زره او یو سل او اووه دیرش ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

په درستې نړۍ کې تردې دمه په کروناویروس د ککړو شمیرڅه دپاسه پنځه نوي میلیون تنو ته رسیدلی دی چې له دوي کابو دوه میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

ټیګونه