د ايران د اسلامي انقلاب د سباؤن لسيزه شروع شوه
نن د سلواغې د مياشتې دولسمه نېټه چې د جنورۍ له يودېرشمې نېټې سره برابره ده د ايران د اسلامي انقلاب د سباؤن د لسيزې شروع ده
دوه څلوېښت کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۳۵۷ هجري نمريز کال د سلواغې د مياشتې په دولسمه نېټه چې هغه وخت يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د فرورۍ له وړومبۍ نېټې سره سمون خوړۀ د ايران د اسلامي جمهوريت ستر بنسټ اېښودونکے له وطنه له پېنځلس کلونولرې والي او جلاوطنۍ وروسته د خلقو له زوږه ډک هرکلي ترمېنځ د اسلامي ايران په خاوره قدم کېښود.
ايران ته د هغه له راتلو نه لس ورځې پس د د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د مياشتې په دويشتمه چې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د فرورۍ له يولسمې سره يې سمون خوړۀ د ايران شانداره اسلامي انقلاب کاميابۍ ته ورسېد.
په همدې وجه د سلواغې د مياشتې له دولسمې نه د همدغې مياشتې تر دويشتمې پورې موده د ساؤن لسيزه نومولې شوې ده او هر کال په دغو ورځو کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ خاص مراسمو او جشنونه نمانځل کيږي.
خو سږ کال د کورونا وائرسود خپرېدو له کبله دغه مراسمو په خلاقيت او خاصو پلانونو سره ونمانځل کيږي.