هیڅ څوک به په ایټمي موافقې کښې ورزیات نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96046-هیڅ_څوک_به_په_ایټمي_موافقې_کښې_ورزیات_نه_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نړیوالې ټولنې ته په خبرداري سره وویل: د برجام هیڅ بند به بدل نه شي او هیڅ کس به په دې ایټمي موافقې کښې ورزیات نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • هیڅ څوک به په ایټمي موافقې کښې ورزیات نه شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نړیوالې ټولنې ته په خبرداري سره وویل: د برجام هیڅ بند به بدل نه شي او هیڅ کس به په دې ایټمي موافقې کښې ورزیات نه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نړیوالې ټولنې ته په خبرداري سره وویل: د برجام هیڅ بند به بدل نه شي او هیڅ کس به په دې ایټمي موافقې کښې ورزیات نه شي.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: دا موافقه داسې په اسانه نه ده ترلاسه شوې، زمونږ په اند د نړۍ عامه افکار او سیاستوالان باوري دي چې ایټمي موافقه د ټولنې د امنیت او صلحې لپاره ګټه وره ګرځیدې شي.

هغه څرګنده کړه: امریکایان دې پوه شي چې هغوي تر ننه پورې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي کړې ده او تل دې د ایټمي موافقې بحث نه مطرح کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر امریکایانو ته په خطاب کښې وویل: د ملګرو ملتو امنیت شورا په دغې پریکړې باندې اتفاق لري او تاسو چې هره شیبه ځنډیږئ دومره مو جرم زیاتیږي او د دغه قانون خلاف ورزي کوئ، دغه پریکړه لیک او قانون ته راستانه شئ او په نړیوالو اصولو باندې عمل وکړئ او البته که راستانه شوئ نو مونږ به هم پر خپلو ژمنو باندې په بشپړه توګه عمل وکړو.

هغه زیاته کړه: مونږ له سره د دغه پریکړه لیک خلاف ورزي نه ده کړې چې اصلاح یې کړو او له ایټمي موافقې هم نه یو وتلي چې ورته ستانه شو، دا اووه څوکۍ وې چې یو کس په کښې لیونې شو او ووته.