د امریکې نوې حکومت دې اقتصادي ترهګري سمدستي بنده کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96892-د_امریکې_نوې_حکومت_دې_اقتصادي_ترهګري_سمدستي_بنده_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکې نوی حکومت دې د خپلې اقتصادي ترهګرۍ عملیات سمدستي بند کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2021 12:18 Asia/Kabul
  • د امریکې نوې حکومت دې اقتصادي ترهګري سمدستي بنده کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکې نوی حکومت دې د خپلې اقتصادي ترهګرۍ عملیات سمدستي بند کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د امریکې نوی حکومت دې د خپلې اقتصادي ترهګرۍ عملیات سمدستي بند کړي.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د وړومبي امام حضرت علي علیه السلام د برکتناک میلاد په مبارکۍ سره زیاته کړه: مونږ ایټمي موافقه لاسلیک کړه او په ښه توګه مو پرې عمل وکړه او په خپلې ژمنې ټینګ اودریدو خو تاسو په خپله انصاف وکړئ، تاسو هیڅکله پر خپلې ژمنې او تړون باندې پوره عمل ونه کړ، امریکا خو لا پریږده، نورو هم پوره عمل ونه کړ. له ایران پرته هیڅ کوم هیواد خپلې ژمنې سل په سلو کښې پوره نه کړې.

د ایران ولسمشر څرګنده کړه: مونږ هم هغه شان غواړو چې برجام مستحکم باقي پاتې شي خو ښه روښانه ده چې نن سبا حالات داسې دي چې د ایټمي موافقې بقا، ژوند او کارندوالې هله دوام موندې شي چې امریکا له اقتصادي ترهګرۍ لاس واخلي، مونږ د شرط خبره نه کوو او لوړه توقع هم نه لرو، امریکا باید په دې ژمنې او تړون عمل کړې وی خو تیر حکومت یې ترې ووته البته دا اوسنې حکومت یې پوهیږي چې مخکښنې حکومت تیروتلی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر اروپايي ټرائیکا د خپل هیواد ډیره پوروړې وبلله او څرګنده یې کړه: درې کاله مو صبر وکړ خو هغوي د ایران لپاره هیڅ ونه کړل.