د «کوو پارس» ايراني وېکسينو انساني آزمائنه شروع شوه
د «کوو پارس» په نامه د رازي ډرېپ جوړونکي شرکت توليدي وېکسين د کلينيکل آزمائنې کار شروع شو.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې دغه وړومبنے پيچاکاري کونکے او قطره اي وېکسين د کورونا نوے پروټيني ترکيب دے نن په رضاکارانه توګه په دوو تنو د انساني آزمائنې وړومبۍ مرحله شروع شوه.
د رازي نومې وېکسين او ډرېپ جوړونکې تحقيقاتي موسسې د تحقيقاتو او ټېکنالوجۍ مرستيال محمد حسن فلاح مهرآبادي په دغو مراسمو کښې د دغه وېکسين د انساني آزمائنې د وړومبۍ مرحلې د رضاکارو شمېر يو سل درې دېرش تنه اعلان کړل او وې ويل، ديارلس تنه به وړومبۍ ډلې او باقي به په دېرش کسيزو څلورو ډلو کښې دغې مطالعاتي طرحې ته داخل شي.
کوو پارس رازي وېکسين د کورونا د نوي ترکيب د پروټينو وړومبنے پيچکاري کونکے او قطره ورکونکے وېکسين دے چې د رازي وېکسين او ډرېپ جوړونکې تحقيقاتي موسسه کښې يې مخکښې مخکتنه شوې وه.