د ايران او امريکې موضوع د سېګنل لېږد نه دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97372-د_ايران_او_امريکې_موضوع_د_سېګنل_لېږد_نه_دے
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران او امريکې موضوع د سېګنل د لېږلو موضوع نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2021 11:33 Asia/Kabul
  •  د ايران او امريکې موضوع د سېګنل لېږد نه دے

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران او امريکې موضوع د سېګنل د لېږلو موضوع نه ده.

سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته وار اخباري غونډه کښې برجام ايټمي موافقې ته د امريکې د ستنېدو باره کښې د ايران لخوا د مثبت پېغام د لېږلو په اړه د فرانسوي سفارتکار د ادعا په اړه د ايران پرېس د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل، په حقيقت کشې د ايران او امريکې موضوع د امريکې لخوا د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د مفادو موثره اجرا او په پوره او بشپړه توګه د بنديزونو ختمول دي.

د ايران د خارجه وزارت وياند د ملي امنيت د عالي شورا د تېرې جمعې د شپې د غونډې د نتيجې په باره کښې چې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا له غونډې نه مخکښې اوشوه، دا خبره څرګنده کړه چې د ملي امنيت د شورا غونډې په منظمه توګه ترسره کيږي او جزئيات يې په رسنيو کښې نۀ خپريږي.

هغۀ عراق ته د نړۍ د کېتولېکو مسيحيانو د مشر پوپ فرانسېس د سفر او دغه سفر ته د ايران د نظر په اړه وويل: دغه سفر ډېر ښه او رغانده ؤ. عراق د خپلو خلقو په قربانيو، د مرجعيت په هوښيارۍ او د هغو پاکو وينو په برکت چې د تندلاريتوب په وړاندې توې شوې نن يو امنې فضاء ته رسېدلے دے، او د دغه سفر او داسې سفرونو پېغام امنه عراق او ارامښت ته ستنېدل دي.

خطيب زاده همدارنګ له آيت الله سيستاني سره د پوپ فرانسېس د کتنې په باره کښې وويل: دغه کتنه د دينونو د خبرو اترو او د مذهبونو د نزدېکت ښودنه کوي او له تمدني ملګرتياو، دوستۍ صلحې او خبرو اترو نه بغېر څه پېغام نه لري، د هغو کسانو په اپوټه چې د تاوتريخوالي، تشدد او تندلاريتوب په تکل کښې دي.

هغه د آيت الله سيستاني دريځونو ته په اشارې سره وويل: انصاف ته د پاملرنې، د نړيوالو مشکلاتو په هواري او د بنديزونو په ختمولو کښې  د ايمان د رول او همدارنګ د فلسطين د خلقو د روا حقوقو د پوره کېدو لپاره د هلو ځلو وغېره  په شان موضوعاتو په اړه د عراق د مرجعيت پېغام ډېر مهم دے