له فارس خليجه د اوبو د انتقال منصوبه د هېواد په ختيځ کښې د بدلون سبب شوه
(last modified Sun, 14 Mar 2021 10:41:57 GMT )
Mar 14, 2021 15:11 Asia/Kabul
  • له فارس خليجه د اوبو د انتقال منصوبه د هېواد په ختيځ کښې د بدلون سبب شوه

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر مرکز او ختيځ ته د فارس خليج او عمان سمندر د اوبو د انتقال منصوبه د هېواد په متوازنه ترقۍ کښې يوه ډېره ستره او تاريخي منصوبه وبلله.

ولسمشر حسن روحاني نن د توليد د ځغل لپاره د تدبير او اميد په اوه پنځوسم تحرک کښې هرمزګان،، کرمان، يزد، اصفهان، خراسان جنوبی، خراسان رضوی او سيستان او بلوچستان صوبو ته د فارس خليج او د عمان د سمندر د اوبو د انتقال د منصوبې د پينځو برخو د اجرا د عملياتو د شروع کېدو او ګټه اوچتولو په دستورو کښې د اوبو او خاورو په برخه کښې په دغه حکومت ترسره شويواقداماتو په اشارې سره زياته کړه،په تېرو اتو کلونو کښې په اوبو او خاوره کښې يو ځغل نه بلکه يو ستر انقلاب رامنځته شوے دے.

د ايران ولسمشر د شعبان يا شوقدر د مياشتې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره دا خبره څرګنده کړه چې د هېواد مرکزي او ختيځو سيمو او دشتو او مېرو ته د فارس خليج او عمان سمندر د اوبو د انتقال د منصوبې اجرا د دغو سيمو د ترقۍ د زمينې له برابرولو نه علاوه له وياړه ډکې نورې لاسته راوړنې هم لرلې دي او نن د انتقال د دغو ليکو د ضرورت وړ پمپونو په جوړولو کښې په بنيادي سائنسي شرکتونو کښې زمونږ د هېواد د ځوانانو د نوښت او هلو ځلو په برکت په خپلو پښو اودرېدلي يوو.

 

ټیګونه