نوی لمریز کال د تولید،ملاتړونو او دخنډونودلیرې کولوکال شو
(last modified Sat, 20 Mar 2021 10:38:24 GMT )
Mar 20, 2021 15:08 Asia/Kabul
  •  نوی لمریز کال د تولید،ملاتړونو او دخنډونودلیرې کولوکال شو

د ایران دښمنان او دهغو په سر کې امریکا د ایران د ملت د په ګونډوکولو هڅه کوله ، البته مونږ پوهیدو چې د ایران ملت کلک مقاومت کوي او دوي ته شکست خوري ،خو اوس پخپله د امریکایانو او ددوي دملګرو اروپایانو په اعتراف سره ، زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  نن دنوروز داختر او د ۱۴۰۰لمریز کال د پیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې  دنوروز داختر په مبارکۍ وئیلو سره    هیله ښودلې ده ، نوی لمریز کال د شعبانیه اخترونو سره په یووخت والي او دغه راز د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه شریف دنیکمرغه زوکړې  د دوه ځله لمانځلو  او برکت سره   له معنوي اومادي برکتونو ډ ک کال  شي .  

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  پخپل پیغام کې  د دښمن د زیاتره دباؤ  ناکامول، په تیر نهه نویم لمریز کال ې  د ملی توانمنیو  یوه بله ځلاه بللې او وئيلي ئې دي ،  د ایران دښمنان او دهغو په سرکې امریکا  د ایران د ملت د په ګونډوکولو  هڅه کوله،البته مونږ پوهیدوچې د ایران ملت کلک مقاومت کوي او دوي ته شکست خوري،خو اوس پخپله د امریکایانو او د دوي دملګرو اروپایانو په اعتراف سره،زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده . 

 حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  په دوام کې  د تیر لمریز کال د شعار یعني د تولید دغورځنګ یا ټوپ وهنې دشعار  داندازې  ارزونې ته هم اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي،د ډيرو حکومتي او ولسی  راپورونو په اساس  د تولید ټوپ وهل ، د هیواد په ځينو برخو کې د منلو وړ تر حده  تحقق موندلی دی . دوي همداراز د تولید دغورځنګ شعار یو بشپړ انقلابي شعار بللی او وئیلي ئې دي ، د تولید ټوپ وهلو پوره کیدا  د ملی کرنسۍ د ارزښت دموضوع پشمول  په هیواد کې  ژورې اقتصادي اغیزې شیندي او هم  په ملي سویه په نفس د اعتماد، دعمومي قانع کیدا  او دملی امنیت د تضمینیدا  لامل کیږي . 

  داسلامی انقلاب ستر لارښود د پانګونې دهڅونو په شمول د هڅونو رامینځةکیدا د تولید د ټوپ وهنې  لازمه بللې او فرمائيلي ئې دي ، په هیواد کې د کارکسب رامینځةکیدا باید داسې شي ،  چې  خلک په تولید کې پانګونې ته وهڅول شي او دتولید  دلګښتونو دزیاتیدا مخه ونیول شي . 

  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي ۱۴۰۰لمریزکال  د انتخاباتو په درلودلو  او د تولید د لورنیونې یا ټوپ وهنې د غوړیدا لپاره  دمناسبې زمینې  دشتون په علت  یو  حساس او مهم کل وبالۀ او  وئيلي  ئې دي،د راتلونکي غبرګولې میاشتې انتخابات او دنوي مدیریّت او احتمالا په پیاوړي انګیزو او تازه دم حوصلې سره واک ته رسیدا، سږکال ډيرمهم حسان او د هیواد په راتلونکي کې اغیز شیندونکی کال  ګرځولی دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز فرمائيلي دي ،اوسنی حکومت وي او که راتلونکی حکومت،باید  له تولید څخه په بشپړ قانوني،حکومتي او هراړخیز و ملاتړونو سره  او د درستو خنډونو په لیرې کولو سره،همت ته ملا وتړي  چې سږ کال د تولید ټوپ وهل  په حقیقي معنا تحقق ومومي .

 

ټیګونه