امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتي دي
(last modified Mon, 22 Mar 2021 01:10:24 GMT )
Mar 22, 2021 05:40 Asia/Kabul
  • امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتي دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتلي دي او د سیمې په ټولو مسائلو کښې هم په غلطه دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتلي دي او د سیمې په ټولو مسائلو کښې هم په غلطه دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټمي موضوع په شمول پر امریکې په بې باورۍ باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: امریکې له مونږ سره په چلند کښې غلطي وکړه او د سیمې په ټولو مسائلو کښې هم غلطي کوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې د وړومبۍ نیټې په وینا کښې چې په آنلاین توګه یې وکړه، په سر کښې د څوارلسمې پيړۍ پيلیدو سره د دیارلسمې پیړۍ پیلیدل پرتله کړل او ویې فرمایل: د تیرې پيړۍ یعنې ۱۳۰۰ کال پیلیدو وښودله چې دا په رضاخان پورې د پیئلې ډیکټاټورۍ پیلامه وه چې په حقیقت کښې په هیواد کښې د رضاخان په وسیله او د هغه په لاس انګلیسي کودتا وه خو سږ کال د ۱۴۰۰ کال پیلیدل د انتخاباتو کال دی یعنې په خپلواکۍ او د خلکو په رایو باندې ولاړه واکمني.

دوي د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي د میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره وویل: انتخابات په هیواد کښې یوه نوې کونه ده چې له لارې به یې د هیواد اجرايي برخو ته یوه تازه ساه ورکړې شي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه‌اي په دې ټکي باندې په تینګار سره چې انتخابات د خلکو په ګدون سره د ملي اقتدار نښه ده، وفرمایل: د ځینو هیوادونو په تیره بیا د امریکې او صهیونیسټي رژیم جاسوسي ادارې له څه مودې مخکښې نه هڅه کوي چې راتلونکې ټولټاکنې پیکه کړي او دغې موخې ته د ررسیدو لپاره، یا یې ترسره کونکي په لاسوهنې تورنوي، یا خلک نهیلې کوي چې ګني رایې یې هیڅ اغیزه نه لري او د دې کار لپاره له انټرنیټ څخه هم پوره پوره ګټه پورته کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د بندیز موضوع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي محاصره او بندیز د حکومتونو یو ستر جنایت دی او نه دي پکار چې ورته په سیاسي او ډیپلماټیکه سترګه وګورو.

دوي وفرمایل: دا چې په یو ولس باندې داسې بندیزونه ولګي چې درمل او طبي اوزار وارد نه کړې شي، جنایت دی او دا جنایت د امریکې په شان یو هیواد کولې شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: بندیز خو زمونږ د هیواد خلاف جنایت و خو ځینې ګټې هم درلودلې چې وتوانیدو دغه ګواښ په فرصت بدل کړو. زمونږ زیارمنو ځوانانو همت وکړ او په ځینو برخو کښې چې بهر ته محتاج وو، هیواد یې له بهر څخه بې نیازه کړ.

هغوي هم داشان د امریکې د تیر حکومت د زیاتره دباؤ سیاست ماتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: که د امریکې اوسنې حکومت د زیات نه زیات دباؤ سیاست تعقیب کړي نو بیا به هم ماتې وخوري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټةي موافقې په هکله هم وویل چې د دغې موافقې له لورو سره تعامل او خپله د برجام په هکله د هیواد سیاست په ډاګه اعلان شوی دی او ورڅخه به هیڅ سرغړونه ونه کړو. امریکایانو ته پکار دي چې ټول بندیزونه لرې کړي او بیا به یې مونږ وازمایو نو که په حقیقت کښې یې ختم کړي وي، بې له کومې ستونزې به خپلو ژمنو ته ستانه شو خو مونږ د امریکایانو په ژمنه باور نه لرو.

معظم رهبر زیاته کړه: له صهیونیسټي رژیم څخه د امریکې ملاتړ او په سوریې کښې یې غاصبانه شتون پریکنده تیروتنه ده.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلامي امت به د فلسطین مسئله هیره نه کړي او له اسرائیلو سره د څو هیوادونو د اړیکو ښه کول هیڅ اهمیت نه لري، څرګنده کړه: په یمن باندې تیرې له ټرمپ مخکښې د امریکې په ډیموکراټ حکومت کښې پیل شو او امریکایان د یمن خلاف جنایت کښې شریک دي.

 

ټیګونه