عراق ته د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر سفر او په اسلامي نړۍ کښې د ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد
د اسلام مبين دين د بشري نجات او سعادت لار د ديني مشترکاتو په سيوري کښې د مذهبي او فکري اختلافاتو څنګته اېښودلو او يووالي کښې کښې ګرځولې ده.
د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر حجت الاسلام حميد شهرياري پرون عراق ته په سفر کښې په دغه مهم او سټراټيجک اصل باندې په تاکيد سره د دغه هېواد د مسلمانانو له مختلفو پرګنو سره ناستې پاستې ترسره کړې چې د ملګرتياو لارې چارې لا زياتې مضبوطې شي. په دغه سفر کښې همدارنګ په څو نوبتو کښې د عراق د مختلفو سني ډلو له عالمانو او مشرانو سره يې د نزدېکت په پالېسۍ سره د مذهبونو خبرې اترې وکړې.
حجت لاسلام حميد شهرياري له بغداد نه مخکښې کربلای معلی او نجف اشرف ته هم په سفر کښې هم د عراق له شيعه او سني علماو سره غونډې جوړې کړې. د عراق د جماعت العلما له مشر شېخ خالد لملا سره ناسته له دغه هېواد څخه د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر له ليدنوکتنو څخه وه.
حميد شهرياري په دغه کتنه کښې د اسلامي امت او اسلامي ارزښتونو په خلاف د صهيونېسټ رژيم دسيسو ته په اشارې سره يادونه وکړه چې اسلامي نړۍ له سختو خطراتو سره مخامخ ده او د دغو خطراتو ختمول او د مشکلاتو هوارے د مسلمانانو په خاصه توګه د اسلامي امت د عالمانو ملګرتيا او تعاون ته ضرورت لري.
د عراق جماعت العلماء مشرهم په دغه کتنه کښې په عراق کښې د تفرقې اچول هم د دښمنانو له پروګرامونو وبلل او وې ويل: هم هغه ډول چې د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ځلونو تاکيد کړے دے، نن له بل هر وخت نه زيات د اسلامي مذهبونو د نزدېکت او د اسلامي امت د وحدت د پروژې فعالولوته ضرورت لروو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په خپلو بياناتو کښې د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت د ختمولو د عواملو او بهيرونو په بيانولو سره د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د اختلاف رمنځته کول، په اسلامي هېوادونو کښې سياسي، اقتصادي او کلتوري نفوذ او د مسلمانانو ترمېنځ د اختلاف اچولو سياست په دې لړ کښې ځينې اصلي بهيرونه ګڼلي دي.
د دغه مخرب بهير يوه د پام وړ برخه د سعودي د وهابيت او تکفيريت په صورت کښې ترويج موندلے او دغه باطل تفکرات د اسلامي هېوادونو تاوتريخوالي او جنګونو ته د راکښلو لپاره استعمال شوي دي. دغه مخرب بهير په حقيقت کښې د استعمار د دوران سپېرۀ ميراث دے چې د اېشيا په لويديځ کښې يعنې په هم هغه جغرافيا کښې چې د اسرائيلو غاصب او شرير رژيم په سيمه وتپل شو چې خپله کړغېژنه څېره يې څرګنده کړې ده. په همدې وجه اسلامي نړۍ نن له بل هر وخت نه زيات د اسلامي وحدت او يووالي مضبوطيه ده ضرورت لري. په دې لړ کښې د اسلامي نړۍ سياسي پوهان او متفکران په غاړه درنه دنده لري. په حساسو حالاتو کښې په دغې ذمه وارۍ عمل د دښمنانو زياتره دسيسې له ماتې سره مخامخ کولې شي.
په دې زمينه کښې د عراق د دارلافتاء د مشر شېخ مهدي صميدعي څرګندونې د دې موضوع د اهميت په اړه په عراق کښې د ديني علماو ژور نظر ښودنه کوي. هغه د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې د دنيا او عراق له سني وروڼو سره د ايران ښه تعلقات د زياترو موجودو فتنو د ختمېدو سبب شوي دي وويل: د دنيا او عراق له سني وروڼو سره د ايران ښه تعلقات او په عراق کښې له داعش سره په مبارزه او د موجودو زياترو فتنو په ختمولو کښې کوشش اهميت لري.
هغه څه چې په اوسنيو حالاتو کښې اهميت لري، د اسلامي نړۍ د ګټو د ساتنې او له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره کوششونه دي چې د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا د مضبوطيه او د تعاون د پراختيا لپاره په يو ماډل بدلېدې شي. د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر په دغې مهمې ذمه وارۍ باندې په تاکيد سره د اسلامي نړۍ ملګرتيا عراق ته په سفر کښې د دغې ټولنې يوه پاليسي وبلله او وې ويل: د مذهبونو ترمېنځ نزدېکت هغه پاليسي ته چې اسلامي نړۍ مضبوطيه او د امريکې په شان د استکباري هېوادونو زوال چټکه کوي.
عراق ته د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې د مشر د سفر اهميت پکار دےپه همدې چوکاټ کښې او په سيمه کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم له تفرقه اچونکو خوزښتونو سره د مقابلې لپاره د ملګرتياو د عواملو د پياوړتيا د ضرورت له نظره وګڼل شي.
-------