د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو د ولسمشر روحاني مبارکي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په بيله بيلو پېغامونو کښې د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو مبارکي وويله.
د اېرنا د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په يو پېغام کښې د روژې د مبارکې مياشتې د مبارکۍ په ويلو سره وويل: هيله من يم په دغې نوراني مياشت کښې الهي پراخه رحمتونو او خېرونو په برکت د نړۍ مسلمانان د خپلو ژمنو عالمانو او سائنسدانانو په علم او سائنس او ايمان باندې په تکيې سره د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګه د کورونا د خطرناکو وائرسو د کنټرولولو لار برابره او په دې ډګر کښې خپل او د اسلام نوم په نېکۍ سره ثبت کړې شي او عامه حالت ته د بشري ژوند د ستنېدو سبب شي.
ولسمشر روحاني واضحه کړه، اميد لرم چې د نړۍ مسلمانان په خاصه توګه د اسلامي هېوادونو مشران د دغې نوراني مياشتې په وسيلې سره په لا زيات يو زړۀ توب او يووالي سره په ټوله نړۍ کښې د اسلام د عظمت او ترقۍ زمينه له مخکې لا زياته برابره کړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د روژې مبارکه مياشت يو فرصت او موقع وبلله چې د نړۍ مسلمانان په خاصه توګه مخلص او صالح روژتيان په عبادت، له ګناهونو په ډډې کولو، د ځان په اصلاح او تزکيه نفس سره تقوا اختيار کړي او په دې شريفه مياشت کښې د خداے پاک د فېض او احساس د سرچينې د جاري کېدو په وسيله د الي نزدېکت او کمال لاره له مخکښې په زياته اندازه پلې کړي.
نن د روژې مبارکه مياشتې وړومبۍ روژه دې ټولو ته مبارکه وي