د ایران او د امریکا ترمینځ هیڅ خبرې نه دي روانې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل په ویانا کښې د امریکا او د ایران ترمنځ هیڅ ډول نیغ په نیغه او غیر مستقیمې خبرې نه کیږي .
سعید خطیب زاده نن په اونیز خبري کانفرنس کښې د ایران پریس خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړي ده په ویانا کښې د ایران او د واشنګټن ترمینځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي وویل هغه هغه څه چې په ویانا کښې روان دي د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په چوکاټ کښې دي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ امریکا له نورو په ښه ډول پوهیږي چې د ایران اټومي اقدامات د اټومي تړون په چوکاټ کښې ترسره شوي دي او یوازې هغه وخت دا اقدامات بندیږي چې امریکا د ایران پرضد ټول لګول شوي بندیزونه لغو کړي او وروسته د بندیزونو د ختمولو حقیقت معلوم شي .
هغه ایران ته د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي د راتلونکي سفر په هکله وویل دغه سفر مهم دی او د ایران او د پاکستان اړیکې او ملګرتیاوې ژورې او پراخې دي .
سعید خطیب زاده ډاګینه کړه ایران ته د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي د سفر په وخت به د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په هکله په خبرو اترو سربیره د ایران او د پاکستان دریم (۳) ګډ سرحد هم پرانیستل شي .