امنیت د ایران او پاکستان ګډه اندیښنه ده
(last modified Wed, 21 Apr 2021 09:36:47 GMT )
Apr 21, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • امنیت د ایران او پاکستان ګډه اندیښنه ده

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د سیمه ییزو مکانیزمونو په چورلیزتوب سره په سیمه کښې د سولې او د ثبات د تامینیدا په ضرورت باندې ټینګار سره د ایران او پاکستان د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو د سرحدونو د امنیت د تامینیدا پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل امنیت د دواړو هیوادونو ګډه اندیښنه ده او په دې زمینه کښې د ملګرتیاو پیاوړي کول ضروري او اړین دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنې کښې د ایران د ګاونډي هیواد په توګه له اسلام اباد سره د ملګرتیاو اهمیت ته اشاره وکړه او د تجارتي او داقتصادي اړیکو او دغه راز د سرحدي بازارچو د پراختیا او د پیاوړتیا په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په ژورتیا او پراختیا یې  ټینګار وکړ .

د ایران ولسمشر حسن روحاني له افغانستان څخه د وتلو لپاره د امریکا فیصلې ته په اشارې سره په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د امریکا پوځي شتون د امنیت او ثبات له ساتلو سره هیڅ مرسته نه ده کړي وویل ایران او پاکستان باید د افغانستان د تر ټولو اغیزشیندونکو او مهمو ګاونډیو هیوادونو په توګه په تعامل او ملګرتیا سره په افغانستان کښې د سولې د بهیر د مدیریت لپاره خپل رول ولوبوي او د ایران اسلامي جمهوریت د خپل رول د لوبولو  لپاره په دې لړ کښې له پاکستان او افغانستان سره د ملګرتیا هرکلی کوي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغه کتنې کښې دغه راز د ملګرتیاو د پراخولو په لړ کښې د دواړو هیوادونو پخوانیو موافقو ته په  اشارې سره د موافقو د اجرايي کیدا او عملیاتي کیدا پرضرورت ټینګار وکړ او د انرژۍ په برخه کښې د پاکستان د ضرورتونو د پوره کولو لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم په دغه کتنې کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اړیکې ځانګړي ، ارزښمنې او ورورګلویزې وبللې او په ټولو زمینو کښې یې د دغو اړیکو په پیاوړتیا او زیاتیدا ټینګار وکړ .

شاه محمود قریشي له ایران سره د اړیکو له مخکې څخه په زیاتې پراختیا باندې د لومړي وزیر عمران خان ټینګار ته په اشارې سره هیله وکړه چې په نږدې راتلونکي کښې دوه اړخیزه اړیکې نوي پړاو ته ورننوځي او په تجارتي او اقتصادي برخو کښې د اړیکو د نورې پراختیا کتونکي ووسو .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دغه راز په سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کښې له پاکستان څخه په ملاتړ کښې د ایران د دریځونو په قدرونې سره په نړیوال ډګر کښې د ډیپلوماسۍ د یوې (۱) سترې بریا په توګه له اټومي  تړون د اسلام اباد د ملاتړ په اعلانولو سره وویل همدا اوس د ایران په هڅو سره اټومي تړون ساتل شوی او نن سبا د څو اړخیزه اټومي موافقې د احیا لپاره د بیا خبرو اترو کتونکي یوو او مونږ ډیر خوشحاله یوو .

 

ټیګونه