ولسمشر روحاني:
بنديزونو ماتې خوړلې ده
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، بنديزونو ماتې خوړلې ده.
د اېرنا د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې وويل: خلقو ته اعلان کوم چې بنديزونو ماتې خوړلې ده او که يو موټے اوسوو نو ډېر زره بنديزونه ختم کړې شي.
روحاني زياته کړه: مقابل لورے پوهيږي چې د خپلو ژمنو او مقرراتو قانون او برجام ايټمي موافقه ليک ته له ستنېدو نه بغېر بله لار نشته.
د ايران ولسمشرهمدارنګ وويل: نن د ۱۴۰۰ کال په قدس شريف کښې د صهيونېسټانو د وير ورځ ده چې هم يې هغه جنګ چې د امريکې له لارې يې شروع کړےدے، د وروستۍ ماتې په حال کښې دے او هم يې د ايران او سيمې هېوادونو ترمېنځ د فاصلې پېدا کولو لپاره کوشش له وروستۍ ماتې سره مخامخ دے.
ولسمشر د دې په بيانولو سره چې نن د بنديزونو ختمېدو لپاره لار هواره ده دا خبره په ګوته کړه چې په برجام ايټمي موافقه کښې د ايران د ملت حقوق پکار دے په بشپړه توګه ترلاسه شي او په هيڅ څيز څخه به سترګې پټې نه کړوو.
د ايران ولسمشر د قدس نړيوالې ورځې او د هغې د نمانځنې د وخت نزدې کېدو ته په اشارې سره وويل: راروانه جمعه د ايران د اسلامي جمهوري نظام يو وياړ او د امام خميني (رح) يو وصيت دے.
روحاني زياته کړه: د فلسطين خلق به خپل وطن ته ستانۀ شي او قدس شريف او مسجدالاقصی به د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې په توګه د مسلمانانوپه اختيار کښې راشي.