-
د ایران دافع هوا د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي دي
Sep 05, 2026 06:06پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، د وروستیو جګړو او د امریکا او صهیونیستي رژیم د پراخو تېریو په اړه وویل چې د ایران د هوايي دفاع ځواکونو د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي او نسکور کړي دي.
-
آیتالله خاتمي: ایران تر ابده تسلیمېدونکی نه دی
Sep 04, 2026 16:50پارستودی- د تهران د جمعې لمانځه خطیب، په ټینګار سره چې ایران به هېڅ وخت تسلیم نه شي، وویل: لکه څنګه چې د اسلام په سرکینیو وختونو کې پیغمبر اکرم ﷺ د اقتصادي جګړې په ډګر کې دښمن مات کړ، نن هم د جهاد او انفاق له لارې په دې ترکیبي جګړه کې د دښمن ماتول ممکن دي.
-
بقايي: د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو وو
Sep 04, 2026 16:48پارسټودی- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د امریکا پر خلاف چې پر ملکي هدفونو بریدونه یې د خپلو ناقانونه جګړو په یوه ثابت تګلاره بدل کړي، د ایران دفاعي بریدونه یوازې پر پوځي هدفونو ترسره شوي دي.
-
عراقچي د اردن د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل ایران د تیریګردځواب لپاره باید تر کومه انتظار وکړی ؟
Sep 04, 2026 16:47پارسټودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وپوښتل: ایران باید د هغه متجاوز په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره تر کومه وخته انتظار وکړي؟
-
قالیباف: د تیلو د بیو چټک لوړوالی سکاټ بسنت د پرتې کندې پر غاړه درولی دی
Sep 04, 2026 16:42پارستودی- د ایران د اسلامي شورا مشر په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د نفتو د ستراتیژیکو زېرمو چټک کمښت، د بانډونو د عوایدو د کچې بېساری لوړوالی او د راتلونکو نفتو بیو چټک زیاتوالی، سکاټ بسنت د پرتې کندې پر غاړه درولی دی.
-
د ایران استازي د شانګهای د نړیوالې غرهخېژنې چیلنج پایلوبې ته لار وموندله
Sep 04, 2026 16:23پارستودی- د ایران د غرهخېژنې ملي لوبډلې لوبغاړي د شانګهای د نړیوالې غرهخېژنې سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.
-
جنرال وحیدي: د ایران په جنوب کښې د واده په دستورو باندې د حملې د جنایت عاملان به له ګریوانه راونیسو
Sep 04, 2026 04:25پارس ټوډې-د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر په جنوب کښې د هرمزګان ولایت په کوهستک سیمه کښې د واده په مراسمو باندې د امریکا د جنایتکاره رژیم د جنایتکارانه حملې د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: د دغو مظلومو شهیدانو د پاکې وینې حساب به واخیستل شي.
-
د شطرنجایرانيو لوبغاړو په ترکیې کې په درو نړیوالو سیالیو کې اتلولي وګټله
Sep 03, 2026 13:59پارس ټوډې ـ د شطرنج ایرانيو لوبغاړو په ترکیې کې د مالاتیا، کاپادوکیا او استانبول په درو نړیوالو سیالیو کې ځلېدونکې پایلې ترلاسه کړې. دوي د اتلولیو په ګټلو او د سیالیو د غوره لوبغاړو په لیکه کې په شاملېدو سره، په دغو سیالیو کې بریالۍ او اغېزشیندونکې ونډه واخسته.
-
تفسیر | له میناب ښوونځي تر کوهستک واده؛ ملکي وګړي لا هم د امریکا د جنایتونو قربانیان دي
Sep 03, 2026 13:35پارسټوډی – د امریکا پوځ د سهشنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د سیریک ولسوالۍ د کوهستک بندر د واده مراسم په نښه کړل، په دې جنایت کې یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړل، چې په منځ کې یې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
-
سپاه پاسداران: د امریکا مشران د خپلو جنایتونو د تورو دوسیو په هکله ځواب ورکړي
Sep 03, 2026 12:54پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو دفتر وویل: د امریکا مشران چې د بښنې د غوښتلو پرځاې بیا هم دروغو ویلو ته مخه کړې ده او د ایران په جنوب کښې د میناب، د لامرد او د قشم جزیرې د جنایتونو د دوسیې په شان د ځواب له ورکولو ځانونه غړوي ښه خبره دا ده چې په بیلابیلو هیوادونو کښې د واده په دستورو باندې د خپلو حملو د تورې دوسیې په اړه عمومي افکارو ته ځواب ورکړي.ایا دغه ټولې پیښې ناڅاپه او په غلطۍ سره شوې دي؟