Apr 24, 2023 15:37
خوشحال او فولکلور | پروفېسر ډاکټر محمدزبېر حسرت
د پښتو ژبې او شعر و ادب د يو ځانله ادبي مکتب باني، افغان شناس او انسان شناس خوشحال خان خټک د پښتو د کلاسيکي شاعرۍ د زرين دور سره تعلق لري ۔ د پښتو ټول ستر کلاسيکي شاعران هم پۀ دې دور کښې زېږېدلي دي ۔ دې دور پښتو شعر و ادب ته ډېر څۀ ورکړي دي خو خوشحال بابا ئې يو ځلنده نمر دے چې پښتو شعر و ادب ئې د خپل فکر و فن په رڼا ځلولي دي ۔